ورزش

په بلخ کې د وزلوبې سيالۍ پيل شوې

کابل/ د ليندۍ١٣مه / باختر:
وزلوبه چې د هېواد په شمالي سیمو کې یوه ملي او دودیزه لوبه ده او اوږده سابقه لري، هر کال د مني د موسم په پای کې د افغانستان په شمال کې د لسګونو آسونو اوچاپ آندازنو په شتون سره پیل او د ژمي تر پایه دوام کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني د وزلوبې د تاريخي ورزش د پيل هرکلى وکړ او ويې ويل: اسلامي امارت د هغو ملي اوعنعنوي سیالیو د ودې په برخه کې چې له دیني مسایلو سره په ټکر کې نه وي، ملاتړ او همکاري کوي او د نورو سیالیو لپاره زمینه برابروي.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه: ورزشکاران اوچاپ اندازان هم بايد ورزشي اخلاق مراعات کړي او له هرهغه حرکت څخه چې د ورزشکارانو ترمنځ د نفاق اوجنجال سبب کېږي، ډډه وکړي.
په بلخ کې د وزلوبي د ډګرحکم میرویس هوتک د اسلامي امارت د مسوولینو د بشپړملاتړ هرکلی وکړ او ویې ویل: د وزلوبې سيالۍ هر کال د مني په موسم کې د لړم په ١٥مه تر سره کېږي.خو سږ کال د تخنيکي ستونزو له امله د اسلامي امارت او د المپيک د ملي کمېټې د مسوولينو او د بلخ د وزلوبې کمېټې د رييسانو په شتون د ليندۍ په لومړيو ورځو ګې پيل شوه چې په لومړي ځل د خلکو له خوا يې تود هرکلى وشو.
د يادونې وړ ده، چې دغه دوديزه لوبه هره جمعه د لسګونو چاپ اندازانو په شتون او د وزلوبې د ټيمونو د رييسانو له خوا د يوه خوسي په ورکولو او د سلګونو مينه والو په شتون سره د مزارشريف ښار د حاجي مقيم باى په ورزشي ډګر کې ترسره کېږي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته