اقتصاد

په تخار کې د۱۴۰۰کال عواید لږ شوي دي

کابل /د مرغومی ۲۰مه /باختر
د تخار مستوفیت سرپرست په هغه کمپاین کې چې د مالیاتو او د مالیې ورکوونکو پوهاوي د اوونۍ په مناسبت د تخار په مرکز تالقانو ښار کې ترسره شوی و وویل: د مالیې وزارت د تخار ولایت عواید په ۱۴۰۰مالي کال کې ۳۵۰میلیونه افغانۍ ټاکلې وه چې دغه ادارې وکولای شول ۲۴۵میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
د تخار د مستوفیت سرپرست محمد نور حقجو باخترآژانس ته وویل چې په ۱۴۰۰مالي کال کې د تخار عواید په سلو کې ۳۴ سلنه لږ شوي دي.
حقجو په هېواد کې سیاسي بدلونونه او د کرونا ویروس خپرېدل په دغه ولایت کې مهم دلیلونه بللي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته