امنیت

په جوزجان کې اته تنه د غلا او جوارکرى په تور ونيول شول

کابل /د تلي ٢٨مه /باختر
دهېواد په شمال کې د جوزجان امنيتي مسوولينو وويل چې ٨ تنه يې پرون په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د ٤ امنيتي حوزې مسوول محمد ياسين روحاني باختراژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د مجرمينو د نيولو لپاره خپل فعاليتونه ګړندي کړي دي اوله دې وروسته به د هر راز فعاليت چې ټولنيز نظم ګډوډ کړي مخه به يې ونيسي.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ د دوى ځواکونو په نويو عملياتو کې ٨ تنه شبرغان ښار ته څېرمه د غلا او جوارکرى په تور ونيول چې تر پوښتنې لاندې دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته