ټولنه

په جوزجان کې بېځايه شويو کورنيو خيمې ترلاسه کړې

کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د (يو.ان.اچ.سي.آر) ادارې په جوزجان کې د فارياب پر١٠٤بېځايه شويو کورنيو خېمې ووېشلې.
د جوزجان والي وويل چې هيله من دي د دغو خيمو په وېش او درولو سره د ژمي په موسم کې تر يوې اندازې پورې د بېځايه شويو کورنيو ستونزې حل شي.
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس عبدالمالک رستمي باختر آژانس ته وويل: هره خېمه د ٢۵ زرو افغانيو په لګښت په ميعاري ډول جوړه شوې ده.
د يو بل خبر له مخې:
د شفقت ټولنيز بنسټ په جوزجان کې د فارياب له٢٢٠ بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ يوه ۵٠ کيلويي بورۍ اوړه، پنځه لېتره غوړي، يوه شړۍ او يوه بورۍ سکاره ووېشله.
د رستمي د څرګندونو له مخې؛ د فارياب، سرپل او جوزجان له ناامنو ولسواليو څخه څه دپاسه پنځه زره کورنۍ په شبرغان ښارکې ځاى پرځاى شوې دي چې په بد حالت کې شپي سبا کوي.
ختم / شکريه / ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته