ټولنه

په جوزجان کې د الوتونکو ۶ تنه ښکاریان ونیول شول

کابل /مرغومې ۳۰مه/باختر
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې ۰۱۲ قطعه د امنیې قوماندانۍ په همکارۍ د تاریخي ابداتو، لرغونوساحو او وحشي څارویو د ساتنې په خاط‌ر جوړه شوې ده.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ډاکټر هلال بلخي باخترآژانس ته وویل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم پر بنسټ چې په دې وروستیو وختو کې دغه ریاست ته رسېدلې دی هیڅوک د الوتونکو د ښکارحق نه لري.
هغه زیاته کړه د ۰۱۲ قطعې ځواکونه پرون ۶ تنه د خواجه ګوګردک له ساحې څخه چې د شاهین په ګډون د ښکاري الوتونکو د ښکار لپاره راغلي و ونیول.
یو تن نیول شوی سړي وایی له ۴کلونو را پدېخوا په ښکار بوخت و خو د اسلامي امارت له خوا د کمیابو الوتونکو د ښکار په منع کولو سره به نور په دې کار لاس پورې نه کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته