ټولنهروغتیا

په جوزجان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د مدیریتي ټیم د ارزونې پراساس د دغه ولایت په آقچې او منګجک ولسوالیو کې د پولیو او یا د ماشومانو د فلج دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
د جوزجان د عامې روغتیا رییس عبدالغفارخوشیوال باخترآژانس ته وویل: سره له دې چې د ۱۳۹۹ کال د پولیو۳ دورې واکسین په جوزجان کې پر ۳۳۹۰۰۰ ماشومانوتطبیق شوي دي، خو د جوزجان په بېلا بېلو سیموکې د نا امنیو له امله په شرایطوبرابرد پولیو واکسین پر۵۷۰۰۰ ماشومانو نه دی تطبیق شوي.
هغه زیاته کړه چې د آقچې او منګجک ولسوالیو د دغه ولایت له هغو نا امنو ولسوالیو څخه دي چې په دې وروستیو کې د پولیودوه مثبتې پېښې په دغو ولسوالیوکې ثبتې شوې دي.
د خوشیوال د څرګندونوله مخې، د پولیو د دغو دوومثبتوپېښو نمونه مرکزته لېږدول شوې وه چې مثبت تشخیص شوې ډه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته