اقتصاد

په جوزجان کې له بزګرانو سره مرسته وشوه

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
په جوزجان کې د کرنې د ښه والي لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي.
د سمنګانو ولایت مسوولین وایي چې د بزګرانو د ملاتړ او له هغوی سره د مرستې له لارې هلې ځلې کوي چې په دغه ولایت کې د کر کیلې ساحه پراخه او زراعتی حاصلات زیات کړي.
د دغه پروګرام په چوکاتټ کې د اکتید موسسې په جوزجان کې په ۷۰۰ بزګرانو د کرنې اصلاح شوي تخمونه ، توره او سپینه کیمیاوي سره و وېشله.
د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رییس قاري عباد الله انصار باخترآژانس ته وویل هلې ځلې کوي چې له هرې ممکنې لارې له بزګرانو سره مرسته وکړي چې کرنه وده وکړي.
هغه و ویل د کرکیلې د نیو لارو چارو په برخه کې یې بزګرانو ته ورکشاپونه جوړ کړي او دغه بهیر دوام لري.
په جوزجان کې د اکتید موسسې د ولایتی د فتررییس امان الله امین وایي چې له بزګرانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته