Uncategorized

په جوزجان کې ١٧ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د جوزجان پوليسو ١٧ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفترمسوول باختراژانس ته وويل چې پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتو کې دوه تنه د انسان تښتونې او د ماينونو د ښخولو په تور او ١٥ تنه نور دغير قانوني وسلو د لېږدونې په اړوند نيولي دي .
د يوبل خبرله مخې ؛ پوليسو ٨٠ بې سنده موټرسايکلونه په شبرغان ښار کې درولي دي او د ٦٠ موټرو له ښيښو څخه يې تور فلمونه پاک کړي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه اقدام د شبرغان ښار د امنيت د تامينولو په خاطر شوي دي.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته