کابل / د زمري ۵ / باختر
مسوولینو په خوست کې د یوسړک د جوړولو او پخولوخبر ورکړ.
دغه سړک د ۱۱ کیلومتروپه اوږدوالی او د ۵ مترو په سور د علي شیر، ځاخي میدان او باک ولسوالۍ د خوست له لوی لارې سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې ټاکل شوې ده دغه سړک تر څو نورو ورځو پورې ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه واټ په جوړېدو سره د بزګرانو کرنیزمحصولات په کم لګښت او د لږ واتن په وهلوسره بازارونوته ولېږدول شي.
-ع
6 د یوې دقیقې څخه لږ