کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د خوست په مرکز کې څه دپاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي وسوځول شول.
ځايي چارواکي وايي چې په نشه يې توکو کې ۲۹۷ کيلوګرامه چرس، ۹۰ لیتره څښاک، ۱۷۳ ګرامه هيرويين،۶ کيلو ګرامه شيشه، ۴۷۴ ګرامه ترياک شامل وو.
د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امین وايي چې یاد نشه يي توکي د تېر یو کال په اوږدو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ترلاسه شوي وو چې په تړاو یې۲۷۳ کسان نيول شوي او قضيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
پای/وصال
6 د یوې دقیقې څخه لږ