ټولنه

په خوست کې په ٨١ جريبه ځمکه کې د متراکمو بڼونو د جوړولوکار پيل شو

– کابل /د کب ٦مه /باختر
د کرنې او اوبو لګولو د بڼوالى د ځنځيريي ارزښت د پراختيا پروژې په خوست کې په ٨١جريبه ځمکه کې د متراکمو بڼونو د جوړولوکار نن پيل کړ.
د خوست د کرنې اواوبولګولو رياست يومسوول باختراژانس ته وويل دغه بڼونه چې د ليمو، نارنجو، مالتې ، آلو اود ناکو ونې لري د اسيايي پرمختيايي بانک په مرسته د څه د پاسه څلورومليونوافغانيو په لګښت د خوست په مرکزاو ولسواليو کې جوړېږي.
هغه وويل دغه بڼونه د بڼوالى په شرايطو د برابرو ٤٥ تنو لپاره جوړېږي اودغه رازد څه د پاسه دوو مليونوافغانيو په لګښت کيمياوي سره او زراعتې بستې هم په دغه بڼوالو ويشل کېږي.
ختم-ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته