ښوونه او روزنه

په خوست کې ۳۰ زرو زده کوونکو ته کتابونه پېرل کېږي

کابل \ د غويي ۱۶مه \ باختر
په خوست کې له پوهنې ریاست او زده کوونکو سره د مرستې په موخه ۳۰ زرو زده کوونکو ته کتابونه پېرل کېږي.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وايي چې په دغه ولایت کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي، نو ځکه یې زده کوونکو ته د مرستې مالي صندوق پرانیست.
والي وویل چې د صندوق پر پیسو به د یوې شفافې پروسې له لارې ۳۰ زره زده کوونکو ته کتابونه چاپ او د دوی په واک کې به ورکړل شي.
د خوست والي له شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې د پوهنې لپاره سره یو شي او له دغه صندوق سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د پوهنې رییس نصیراحمد روښان وویل چې په دغه ولایت کې۲۵۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د اووم، اتم او نهم ټولګیو زده کوونکي تدریسي کتابونه نه لري.
هغه وویل چې په خوست کې ۷۵۰۰ نویو ښوونکو ته اړتیا ده چې په دندو وګومارل شي او دغه راز ۱۰۰ ښوونځي سرپنا نه لري.
هغه وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د پوهنې په برخه کې پرمختګ شوی دی چې پر مهال یې ۲۷۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو پخوانی معین کمال سادات، قومي مشران هر یو مارک ځدران، رسول محمد ټنی، محمد رحیم میاخېل او یو شمېر نور وايي چې د پوهنې لپاره به ولسي کمپاین پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست والي او یوشمېر شتمنو ژمنه کړې ده چې له دغه مالي صندوق سره به د یو میلیون افغانیو مرسته وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته