ټولنه

په دايکنډي کې د يو واټ جوړولو کار دوام لري

کابل / د چنګاښ١٠مه / باختر
د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې د يو واټ د جوړولو کار دوام لري.
دغه واټ څه د پاسه ١٢ کيلو متره اوږدوالي او ٦متره سور لري چې د ميرامور ولسوالۍ د دايکنډي له عمومي واټ سره نښلوي.
د فوايد عامې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دغه واټ د جوړولو او کريړاچولو کار به په دريو مياشتو کې بشپړ شي.
له دغه واټ څخه په استفادې سره د کليو زرګونو اوسيدونکو په تګ راتګ او د بزګرانو د کرنيزو حاصلاتو په لېږد کې آسانتياوې رامنځته کېږي.
د دغه واټ د جوړولو لګښت د افغانستان حکومت ورکوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته