امنیت

په دايکنډي کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
په دايکنډي کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورینو نن سهار په اجرستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې يو ماين کشف او شنډ کړ.
د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ فتح محمد بشير باختر آژانس ته وويل چې د دغه ماين په کشف سره د دايکنډي ښار په يوه ګڼ مېشته سيمه کې د چاودنې مخه ونيول شوه.
تراوسه څرګنده نه ده چې ماین په سیمه کې پاتې و او که نوی ځای پرځای شوی و.
اسلامي امارت وايي چې په افغانستان کې د جګړې له وخته د پاتې ماينونو د کشف او شنډولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته