– کابل / د چنګاښ ۱۰ / باختر
په دایکنډي کې له لمریزې برېښنا څخه په ګتې اخیستنې سره لسګونوهکتاره کرنیزوځمکوته اوبه برابرې شوې.
دا په دایکنډي کې د اوبو رسولو لومړۍ پروژه ده چې د لمریزې برېښنا له لارې کرنیزوځمکوته اوبه رسوي.
دغه پروژه، د هلمند د سیند اوبه د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې کرنیزوځمکوته اوبه لېږدوي.
د دایکنډي د کرنې، اوبولګولواو مالداری ریاست یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې د لمریزې برېښنا له سیستم څخه په ګټې اخیستنې سره په میرامورکې ۴۸ هکتاره کرنیزوځمکوته اوبه برابرې شوې.
دا په داسې حال کې دی چې په میرامورکې د اوبو ګمښت کرکیله له غوړېدا غورځولې وه .
دغه پروژه د آقا خان بنسټ په مرسته جوړه شوې ده.
له بلې خوا د کرنې، اوبولګولواو مالداری وزارت وايي چې هلې ځلې کوي له دغه راز پروژو په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې سلګونو زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبه کړي او کرکیله سمون ومومي.
-ع
8 1 دقیقه لوستل