Uncategorized

په دایکنډي کې یو سړی له نشه یي توکو سره ونیول شو

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د دایکنډي د ملي امنیت ریاست یو سړی په دغه ولایت کې له پنځه کیلوګرامه نشه یي توکو سره ونیو.
د دایکنډي د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې نن باختر آژانس ته وویل چې د دغه ریاست منسوبینو د نشه یي توکو یو عمده پلورونکی له څلور کیلوګرامه هیروئینو، یو کیلوګرام ښیښه ډوله نشه یي توکو او یو موټر سایکل سره په یاد ولایت کې ونیو.
تراوسه د دغه سړي د نیولو د وخت او سیمې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته