خبرونهامنیت

په روزګان کې دوه ملکيان د طالبانو په توغنديز بريد کې ووژل شول

٢٨- کابل/ د سلواغې ٤مه/ باختر
په روزګان کې د وسله والو طالبانو په توغنديز بريد کې دوه ملکيان ووژل شول او څه ناڅه ٣ نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهارهغه وخت وشوه چې وسله والو طالبانو ترينکوټ ښار ته څېرمه پر يو کلي د توغنديو بريد وکړ.
دهېواد په جنوب کې يو پوځي جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل د طالبانو په دې توغنديز بريد کې ٢ ملکيان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.
د روزګان مرکزي روغتون ډاکترانو د دې پېښې د يو ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ هم د ګيزاب ولسوالۍ پر يوه کلي د وسله والو طالبانو په بريد کې يوماشوم ووژل شو او د يوبل ماشوم په ګډون دوه نور ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته