ټولنه

په روزګان کې سلګونوکورنیوته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل / د زمري ۵ / باختر
په روزګان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدوسره هیله کېږي سلګونوکورنیوته د څښاک اوبه برابرې شي.
د اوبو رسولو دغه شبکه د ترینکوټ ښار د نمبریک محبس په کلي کې هغه ځای کې چې اوسېدونکي يې کلونه کلونه له سرخلاصو او ناپاکو اوبوڅخه د استفادې په دلیل ناروغان کېدل ، ترکارلاندې ده.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه شبکې په جوړولوکې ۴ میلیونه ۳۰۰ زره افغانۍ لګولي دي.
هیله کېږي ، د دغې شبکې په جوړېدو سره ۳۵۰ کورنیو د لومړي ځل لپاره د ځښاک پاک اوبو ته لاس رسی ومومي.
ټاکل شوې ده د اوبو رسولو دغه شبکه تر۲ نورو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته