ټولنه

په روزګان کې څه دپاسه ۴ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل / د کب ۵ مه / باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۱۶ زېرمې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې له جوړو شویو زېرمو څخه به په مرکز ترینکوټ کې ۴ زره ۳۶۱ کورنۍ ګټه واخلي.
د روزګان والي محمد عمر شېرزاد د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یادې زېرمې د یونېسف په مالي ملاتړ د څه دپاسه ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښټ جوړې شوې دي.
په روزګان کې د څښاک اوبو ۱۶ زېرمې په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې یوه میاشت وړاندې هم په دغه ولایت کې ۵۷ د محصولاتو د ساتني سړې خونې ګتې اخیستنې ته سپارل شوې وې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته