کابل / د غويي ١٠مه / باختر
په زابل کې د توري بند د جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه بند د يو میليونو۸۰۰ زره مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او کولاى شي ٨٧٠ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
مسوولين وايي چې ټاکل شوې ده په راتلونکي کې له توري بند څخه د برېښنا له توليد څخه هم کار واخیستل شي.
د توري بند په قلات ښار کې موقعيت لري.
د افغانستان د اوبوچارو د سمون ادارې يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده توري بند په دوو کلونو کې جوړ شي.
د کرنې چارو کارپوهان وايي چې له توري بند څخه استفاده په زابل کې د کرکيلې د ودې سبب شي.
ختم- ج-ا