کابل/ د کب ۱۴ مه/ باختر
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په زابل کې پر ۴۵۰ بې وزلو، اړو او بې ځایه شویو کورنیو نغدي مرسته وېشي.
د زابل والي احمد ګل رسولي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د مرستې د وېش لړۍ او پر هرې کورنۍ به ۱۵ زره افغانۍ ووېشل شي.
په ورته وخت کې په روزګان کې هم پر ۳۰۵۹ بې وزلو او بې ځایه شویو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
پای/وصال