ټولنه

په زابل کې یو ستر پل ورغول شو

کابل / د مرغومې ۱۶ مه / باختر
د زابل د ټولګټو چارو ریاست وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې یې د کابل – قندهار پر لویه لاره د یو ویجاړ شوي پل چارې بشپړ کړې.
د زابل د ټولګټو چارو ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاد پل د کابل – قندهار لویې لارې د شهرصفا ولسوالۍ په سنګرمانده کې ویجاړ شوی و چې په جوړېدو سره یې د موټر چلوونکو ډېرې ستونزې اوارې شوې.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته