ټولنه

په زابل کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومې ۹ مه / باختر
د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د قطر په مالي ملاتړ او د افغاني سرې میاشتې په آډانه کې ۳۵۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه.
په زابل کې د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې؛ په یاده مرسته کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې پر ۳۵۰ اړمنو کورنیو ووېشل شول.
په ورته وخت کې د پنجشېر کډوالو چارو ریاست د افغان مېرمنو او يونين خیریه بنسټونو په همکارۍ نن د دغه ولايت په لومړۍ ناحيه کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشله.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته