تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په زور کلي نه کېږي

کابل / د زمري ۹مه / باختر
له بده مرغه د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړې زور اخیستی دی او په څو ولایتونو کې خو جګړه تر ښارونو رسېدلې ده. وسله والو مخالفینو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دوی پتییلې ده چې اوسنی نظام په زور ړنګ کړي او واک ترلاسه کړي. په پښتو کې مشهور متل دی چې وایي: «په زور کلي نه کېږي».
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې تړون له لاسلیک سره جوخت داسې هیلې راوټوکېدې چې ګونې ښکیلې خواوې نور له جګړې لاس اخلي او سوله ییزې هڅې به پياوړې کوي. دا هیلې رښتیا نه شوې او دا وړاندوینه ناسمه وخته. جګړې د کمېدو پر ځای، نور زور هم واخیست، مرګ ژوبله ډېره شوه او ګڼ خلک اړشول چې خپل اصلي کورونه پرېږدي او ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي.
که وسله وال مخالفین فکر کوي چې د زور له لارې اوسنی نظام ړنګولی شي؛ نو دوی اشتباه کوي. دا نظام د ځان د دفاع وړتیا لري. ولس د نظام کلک ملاتړی دی او همدارنګه نړیواله ټولنه هم د نظام ننګه او ملاتړ کوي. که د یوې شېبې لپاره داسې وګڼو چې وسله وال مخالفان به وکولای شي نظام ړنګ کړي او د واک پر ګدۍ کېني. آیا دوی له ځان سره دا فکر کړی دی چي بیا به څه کېږي؟ داسې ښکاري چې دوی له ځان سره دا فکر نه دی کړی او واک ته د رسېدو هوس او د څو ولسوالیو نیولو دومره مست کړي دي چې روغ فکر کولای نه شي، د افغانستان واقعیتونه درک کولای نه شي، د سیمې او نړۍ حالت درک کولای نه شي او دوه پښې یې په یوه موزه کې کړي دي چې په زور واک ته ورسېږي.
د زور له لارې د واک ترلاسه کول دومره سخت نه دي لکه د هغه ساتل. که دوی فکر کوي چې د اویایمو کلونو په څېر به بیا پر ټول افغانستان خپله واکمني په زور وتپي؛ نو دا هم د هغوی اشتباه ده. اوس افغانستان هغه د اویایمو کلونو په حالت کې نه دی چې ښوونځي او پوهنتونونه بند وو، ځوانانو زده کړې کولای نه شوې، ډېر عادي ناروغان به د درملنې لپاره پاکستان ته تلل او آن خلک به اړ وو چې په اروپا او امریکا کې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره د ټلیفوني خبرو لپاره پېښور ته لاړ شي. اوس افغانستان ډېر بدلون موندلی دی؛ په تېرو شلو کلونو کې ګڼو ځوانانو لوړې زده کړې کړې دي او په بېلابېلو برخو کې یې تخصص اخیستی دی. په ګڼو برخو کې پانګونه شوې ده په کابل او ټولو ولایتونو کې پر دولتي پوهنتونونو سربېره ګڼ خصوصي پوهنتونه فعال دي او کار کوي. د لاسته راوړنو نوملړ ډېر اوږد دی. خلک د دغو لاسته راوړنو ساتل غواړي، خلک لا نور پرمختګ غواړي او نړیواله ټولنه هم د دغو لاسته راوړنو ساتل او پیاوړي کول غواړي.
که وسله وال مخالفین په زور واک ترلاسه کړي؛ نو مانا یې دا ده چې دوی له خپل ولس سره ټکر او مقابله پيلوي او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره مقابلې ته راوځي. په زور کلي نه کېږي. وسله وال مخالفان باید دا واقعیت درک کړي او د جګړې پرځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته