ټولنه

په سروبي ولسوالۍ کې۶۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۲ مه / باختر

په کابل کې له ۶۰۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته کړه.

د يادې موسسې ریيس محمد عالم شهاب وايي چې نړيوال دې په افغانستان کې د ولږې په اړه ناسم تبليغات نه کوي، اوس پوره امن دی، فساد له منځه تللی، را دې شي او له افغانانو سره دې مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې زموږ د سروې ټيمونه شپه ورځ ګرځي چې اړمن هېوادوال په نښه او په وخت مرستې ور ورسېږي.

نوموړی زياتوي چې په راتلونکي کې پلان لري چې له اړمنو هېوادوالو سره د ژمنيو توکو مرسته هم وکړي.

د هغه په وينا، په نننيو مرستو کې ۱۸ کيلو وړه،۵ ليتره غوړي، ۷ کيلو وريجې،۵ کيلو بوره، ۵ کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.

د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس قاري عبدالمتين رحيمزی وايي چې يادې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له زرګونو بې وزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي کې يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

هغه وايي چې نړيوال دې د افغانانو د ولږې په اړه پوچ تبليغات نه کوي، د افغانانو کنګل شوې شتمنې دې ازاده کړي چې وکولای شي په هېواد کې اقتصادي ثبات قايم کړي.

رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې له افغانانو سره خپلو مرستو دوام ورکړي چې په هېواد کې د بې وزله وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته