۲۸- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
وسله والو طالبانو په سرپل کې د ملي اردو د یوه سیمه ییز سرتېري ښځه ووژله.
د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند نوراقا فیضي باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ په ناد آباد کلي کې د اردو د یوه سرتېري پر کور برید وکړ او د هغه ځوانه مېرمن د خپلو ماشونو د سترګو پر وړاندې ووژله.
فیضي زیاته کړه چې دغه جنایت د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ په معاویه مشهور ملا نبي افرادو ترسره کړی دی.
پای/ سعیده
6 د یوې دقیقې څخه لږ