ورزش

په سمنګانوکې د فوتسال میدان جوړشو

کابل /دمرغومې ۸مه/باختر
په سمنګانو کې د فوټسال د یوډګر د جوړولو کار بشپړ او پرون ګتې اخستنې ته وسپارل شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې دغه ورزشي ډګر د ملي سوداګر شمس الدین په مالي مرسته د څه د پاسه دوومیلیونوافغانیو په لګښت په ایبکو ښار کې جوړشوی دی.
د سمنګانو د ورزش امریت یومسوول حمید الله فیضي د ورزش د ودې لپاره د دغه ډګر جوړول مهم وباله.
د دغه ورزشي ډګر د پرانستلو په مراسموکې د فوټسال دوستانه لوبه د سولې کارتې د لومړۍ برخې او د جوانان پیروزي د ټیمونو ترمنځ د فووټسال دوستانه لوبه وشوه، چې د سولې کارتې د لومړۍ برخې په ګټه پای ته ورسېده.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته