ورزش

په باميانوکې د موتاى د څانګې د اتل قدردانى

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دباميانو ولايت د موتاى ورزشکار عبدالله اميري د ١٢٠ هيوادونو د ورزشکارانو ترمنځ اتلانو او د سرو زرو مډال يې وګاټه .
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د دولتي ادارو رييسانو، د ولايتي شورا رييس او غړو او په سلګونو تنو ورزشکارانو او ځوانانو د روح الله نيکپا په جمنازيوم کې چې د اميري د اتلوالى له امله چې د موتاى د ٢٠١٥ م کال په نړيوالو سياليوکې چې د نړۍ د يوسلو شلو تنو ورزشکارانو په ګډون په تايلندکې ترسره شوې وې؛ لومړى مقام وګاټه؛ قدرداني وکړه او هغه ته يې مبارکي وويله.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د اميري د اتلوالى له امله مبارکي وويله او د استوګنې يوه نمره ځمکه يې هغه ته ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته