امنیت

په سمنګانو کې د جنايي جرمونو شکمن کسان ونيول شول

٥- کابل/ د سلواغې ٨مه/ باختر
اته تنه په سمنګانو کې د جنايي جرمونو په شک ونيول شول.
د سمنګانو د ملي امنيت رييس باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د امنيتي ميثاق په چوکاټ کې د ايبکو له رباطک کلي څخه د پوځيانو په عملياتو کې له يو شمېرجنګي وسايلو سره ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه دغو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړي دي چې د سمنګان – بغلان د لويي لارې په نا امنيۍ او پرامنيتي پوستو په بريدونو کې يې لاس لاس درلود.
د تېرې اوونۍ په بهيرکې هم د سمنګان پوليسو ٧ تنه د جنايي جرمونو په شک ونيول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته