ټولنه

په سمنګانو کې د درېو کرنیزو پروژو د جوړولو کار پیل شو

کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
په سمنګانو کې نن د درېو زراعتي پروژو د جوړولو کار پیل شو.
د ايبکو د خلم دريايي حوزې رييس رحمت الله سيفي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بنسټيزو پروژو کې د چوغي کلي او د ايبکو زاړه کلي، د زراعتي اوبو او د کارېز کلي د زراعتي اوبو د کانالونو جوړول شامل دي چې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
هغه وويل چې دغه پروژې د امريکا پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړېږي.
هغه زياته کړه چې د دغو کانالونو له لارې په سمنګانو کې٣٠٠٠ هکتاره ځمکه خړوبېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته