– کابل / د کب ۵ مه / باختر
په سمنګانو کې د ۹ کیلومترو په اوږدوالي یو سړک جوړ او کرېړ واچول شو.
د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني باختر آژانس ته وویل چې دغه سړک د ۹ کیلومترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور د آلمان هېواد په مالي همکارۍ د ایبکو ښار په منقوطن ښارګوټي کې په شپږو میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
خبرځای زیاته کړه چې د دغه سړک په تګلوري کې ۹۷ پلګوټي هم جوړ شوي دي.
پای/ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ