امنیت

په غور کې د شهيد شوي خبريال د کورنۍ درې غړي ووژل شول

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو يرغلګرو په غور کې د خبريال بسم الله عادل ايماق د کورنۍ درې غړي په ډزو سره ووژل.
په دې پېښه کې د دغه پخواني خبريال ورور او دوه وريرونه وووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
بسم الله عادل ايماق څه ناڅه دوه مياشتې مخکې په غور کې د يرغلګرو په بريد کې شهيد کړاى شو.
د غور يوې امنيتي سرچينې له باختر آژانس سره په اړيکه کې د خبريال بسم الله عادل ايماق د کورنۍ پر غړو د يرغلګرو بريد تاييد کړ.
هغه وويل چې په دغه بريد کې د شهيد شوي خبريال ورور او دوه وريرونه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
تراوسه د دغه بريد مسووليت هېچا نه دى منلى.
د غور پوليس وايي چې د دغې پېښې عاملينو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته