امنیت

په غور کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د کب۱٦/ باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو نن د غور په ساغر ولسوالۍ کې پنځه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند اميرداد پارسا باخترآژانس ته وويل؛ افغان ځواکونو د غور په ساغر ولسوالۍ عملياتو کې پنځه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک او طالبانو ته دسرزيان واړوه چې شمېر يې تر اوسه پورې معلوم نه دى.
پارسا وويل؛ عمليات دوام لري او وسله وال طالبان له خپلو کنترول لاندې سيموڅخه د وتلو په حال کې دي.
د يوبل خبرله مخې: دوه وسله وال طالبان چې ويل کېږي ماين جوړونکي وو پرون له غرمې وروسته د فيروزکوه ښار په آهنګرانو سيمه کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته