ټولنه

په فارياب کې ٥٠٠ بېوزلوکورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د تلي ١٣مه/باختر
د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې پرون په ٥٠٠ بېوزلو کورنيوخوراکي توکي وويشل شول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د يما پتروليم شرکت په ميمنې ښار کې په ٥٠٠ بېوزلو کورنيو يوه يوه بورى اوړه وويشل.
د فارياب له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې يوخبرځاى وويل چې دغه کورنى پخوا سروې شوې وې.
هغه زياته کړه چې د دغو مرستو لړۍ دوام لري.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته