امنیت

په فاریاب کې چاودنې د يوې کورنۍ څلور غړي ټپيان کړل

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
په فارياپ کې پرون مازيګر د ماين په چاودنه کې د يو پوليس د کورنۍ څلور غړي ټپيان شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په نشه يي توکې له يو روږدي سړي څخه په استفادې سره يو ماين د ميمنې ښار د درېمې ناحيې په تکلي خانه ګذر کې د يو پوځي په کور کې وچاوه.
يورش زياته کړه چې په دې پېښه کې د يو پوليس په ګډون ۴ تنه ټپيان شول.
هغه وويل چې دغه روږدى کس په دې پېښه کې لومړى ټپي شو او وروسته ومړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته