امنیت

په فراه کې د مجاهدینو له صف څخه ۱۶ تنه لرې کړای شول

کابل / لیندۍ ۱۶مه / باختر
د فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د مجاهدینو له صف څخه ۱۶ فاسد کسان لرې کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې ناسته کې چې پرون په همدې مناسبت د فراه ولایت د صفونو د تصفیې کمېسیون په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، د دغه کمېسیون مسوول حاجي مولوي شېراحمد تواب، د کمېسیون غړیو مولوي روح الامین، مولوي قانت، مولوي جندالله او یوشمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
د ناستې مسوولینو تر پوره غور او څېړنې وروسته، ۱۶ فاسد کسان د اسلامي امارت د مجاهدینو له صف څخه لرې کړل.
د مسوولینو په خبره؛ یاد کسان له فرصت څخه په استفادې سره د اسلامي امارت د مجاهدینو سپیڅلو صفونو ته داخل شوي وو.
په همدې حال کې د یاد کمېسیون مسوولینو ژمنه وکړه چې تر خپل توان پورې به کوښښ وکړي چې د مجاهدینو سپېڅلي صفونه د فاسدو کسانو له شتون څخه پاک کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته