امنیت

په فراه کې د ناتو دلسګونو تنو پوځيانو ځاى پرځاى کيدل.

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
د ناتو دوه سوه تنه عسکر دافغانستان په لويديځ فراه ولايت کې ځاى پرځاى شول.
دغه پوځيان ايټالويانودي او په دغه ولايت کې د نا امنيو له زياتوالي وروسته استول شوي دي.
ناتو وايي چې دغه ځواکونه دفراه دوالي په غوښتنه په دغه ولايت کې ځاى پرځاى شوي دي .
په افغانستان کې دناتو دځواکونو امريکايي قوماندان جنرال جان نيکلسون په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه ځواکونه به په فراه کې دافغان ځواکونو د روزنې او هغوى ته دسلامشورو دورکولو په برخه کې فعاليت وکړي .
دفراه والي آصف ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په فراه کې دناتو ځواکونه به ملاتړيز فعاليتونه وکړي .
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې دامريکا د دفاع وزارت دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې د درې سوه تنو امريکايي سمندري ځواکونو د ځاى پرځاى کولو خبر ورکړ.
په وروستيو کلونو او له افغانستان څخه د زياتو بهرنيو ځواکونو په وتلو سره افغان ځواکونو دامنيت دتامينولو او له ډار اچونې سره دمبارزې په لاره کې مسووليت په غاړه لري.
په همدې حال کې ويل کيږي بهرني عسکر د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي وروسته او دافغان ځواکونو دملاتړ په خاطر بيا دهيواد په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى کيږي.
دافغانستان لوړ رتبه پوځي مقاماتو هم ويلي دي چې دافغانستان دامنيت دتامينولو او د ډار اچوونکو پرخلاف دمبارزې بار به دغه راز دافغانستان ځواکونو په غاړه وي او بهرني پوځيانو يواځې په استثنايي مواردو کې به په هيواد کې له ډار اچوونکو سره په جګړه کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته