امنیت

په فراه کې د پوځيانو لاسته راوړنې بيان شوې

– کابل /د کب ١٢مه /باختر
په فراه کې د روان کال په بهيرکې د دولت ٤٦٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٦٠ نور وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.
دغه ټکى د فراه والي تاج محمد جاهد پرون په دغه ولايت کې په يوه خبري غونډه کې بيان کړاو زياته يې کړه : امنيتي او دفاعي ځواکونو د فراه په مربوطاتو کې د عملياتو په ترسره کولو سره ٤٦٢ وسله وال مخالفين وژلي او ١١موټربمونو د چاودنې مخه يې نيولې ده او د دښمن زيات جنګي وسايل ويجاړ کړى شوي دي.
د فراه والي د دغوعملياتود ترسره کولو هدف د فراه د خلکو د امنيت تامينول اود دښمن د سنګرونو له منځۀ وړل وباله.
هغه زياته کړه په دغو عملياتوکې ٧٠ تنه پوځيان شهيدان شوي او ٧٨ تنه نور ټپيان شوي دي .
د فراه والي د دغه ولايت سياسي او پوځي حالت د قناعت وړ وباله او ويې ويل چې د فراه – هرات لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستې ده .
د فراه والي د دغې خبري غونډې په پاى کې د خبريالانو پوښتنوته ځوابونه ورکړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته