کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر
د «CHA» موسسې د فراه په خاک سفید او فراه رود ولسوالیو کې له یو زرو ۸۰۰ بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شويو تخمونو مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د «CHA» موسسې د یاد ریاست په همغږۍ د دغه ولايت په خاک سفید او فراه رود ولسوالیو کې پر۱۸۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل.
د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه، د بزګرانو لاسنیوی، د غنمو د کښت رواجول او د غنمو د کیفیت ښه کېدل بلل شوي دي.
وهاج