امنیت

په قندهار کې يو پوليس د ماين په چاودنه کې شهید شو

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
په قندهار کې د ماين د چاودنې له امله يو پوليس شهید شو او يو بل یې ټپي شو.
چاودنه نن سهار په قندهار ښار کې د شهيد خاکرېزوال ښوونحي پر وړاندي د پوليسو پر يو رنجر موټر وشوه.
د قندهار د پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو پوليس شهید او يو بل یې ټپي شو.
تراوسه د چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى، خو امنيتي سرچينې یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته