کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
تېره شپه د لغمان په مرکز کې د تېري د پای ته رسېدو په ویاړ مشاعره جوړه شوې وه چې په یوه څنډه کې یې اسلامي امارت له یتیمو ماشومانو او شاعرانو سره نغدي مرسته هم کړې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې مشاعره کې د ختیځ زون د نظامي کمېسیون مسوول مولوي عبدالله شهید خېل او هیئت هم ګډون درلود چې له مشاعرې وروسته یې له یو شمېر شاعرانو او یتیمو ماشومانو سره نغدي مرسته وکړه.
ن/ر
10 د یوې دقیقې څخه لږ