ټولنه

په لغمان کې په لسګونو کورونه او زرګونه جریبه کروندې د سېلاوونو له خطره خوندي شول

– مهترلام/دکب۱۲/باختر
په لغمان کې د یو استنادي دېوال په جوړولوسره په لسګونو کورونه او د کرونګرو زر جریبه کروندې د سېلاوونو له خطره په امن کې شول .
دغه دېوال ١١٠ متره اوږوالی او ٢ متره سورلري چې د مهترلام ښار د سیند ترخوا جوړ شوی دی .
دغه دېوال د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ، د ولسي تړون د پروګرام په درشل کې جوړ کړ.
د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغه استنادي دېوال په جوړولو لسګونه کورونه او د کروندګرو په زرګونو جریبه ځمکه د سېلاوونو له خطره خوندي شوه .
. پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته