فرهنګ

په لوګرکې د بيان او ويناکولو فن روزنيز پروګرام جوړ شو

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د لوګر داطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو مديريت نن څه د پاسه ش٢٠ تنوځوانانوته د بيان اود ويناکولو د فن د زده کړې ورکشاپ په لوګر کې جوړکړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال محمد زاهد سلطاني د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبټ د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس، د ځوانانود چارولوى مدير،اود يوشمېر ځوانانوپه ګډون جوړه شوه د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس قاضي رفيع الله صميم وويل: ځوانان بايد په قلم اودعلم په ګاڼه د هېواد په ودانولوکې ونډه واخلي .
هغه له ځوانانوسره ژمنه وکړه چې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د دغه ولايت ځوانانوته زيات روزنيز فرصتونه او برنامې برابروي او ځوانان دې بايد له دغو فرصتونوڅخه ښه ګټه واخلي.
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانو د چارو لوى مديرانجنير محمدکاظم ابراهيم زاده د دغه روزنيز ورکشاپ د جوړولو هدف د بيان او ويناکولوپه برخه کې د ځوانانود ظرفيتونو لوړول وباله.
دغه رازد ځوانانودهمغږي مدير نقيب احمد اکبري وويل چې دغه روزنيز ورکشاپ ١٥ ورځې دوام کوي او دعلم او پوهې ٢١ تنه مينه وال چې په دې پروګرام کې ګډون کړى دى د استاد عبيد الله صديقي په همکارۍ د بيان او ويناکولود زده کړې په برخه کې لوست ورکول کېږي
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست تېرکال هم څه د پاسه ٦٠ تنو محصلانو اوځوانانوته د نطاقى، د بيان د فن اوخبريالى په برخوکې روزنيز پروګرامونه جوړ کړي و.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته