خبرونهروغتیا

په لوګر کې د کرونا د ويروس لس مثبتې پېښې ثبتې شوې

٤١- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
د لوګر د عامې روغتيا رياست مسوولانو په دغه ولايت کې د کويد ١٩ د ويروس د دويمې څپې له پراختيا خبرورکړ او د پل علم له ټولو اوسيدونکو غواړي چې په جدي توګه د دغې ويروس پرخلاف په مبارزې سره ټول روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
د لوګر د عامې روغتيا د سرويلانس مسوول ډاکتر صفي الله ناصري د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په لوګر کې په تېرو دوو ورځوکې د کرونا د ويروس لس مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.
هغه زياته کړه دغه نښې د کرونا د ويروس زياتوالي ښيي او خلک بايد روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
ډاکتر صفي الله وويل چې په لوګر کې د کويد١٩ د پراختيا له وخته ٥٨٩ کسان په دې ويروس اخته شوي دي چې څه د پاسه پنځه سوه لس تنه يې روغ شوي اواته ويشت تنه يې مړه شوي دي.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته