خبرونهروغتیا

په لوګر کې د کرونا ٣٠ مثبتې پېښې ثبتې شوې

– کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د لوګر د عامې روغتيا رياست مسوولینو په دغه ولايت کې د کووېډ-١٩ ناروغۍ د دويمې څپې د خبرېدو خبر ورکړ.
د لوګر د عامې روغتيا د سرويلانس مسوول ډاکټر صفي الله ناصري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دوو وروستيو اوونيو په بهير کې په کرونا ويروس د ۱۰۰ مشکوکو ناروغانو سمپلونه اخيستل شوي دي چې د دېرشو پایله يې مثبته ده.
هغه زياته کړه: دغه نښه د کرونا ويروس پراخوالي ښيي او خلک بايد روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
سره له دې چې دوه مياشتې کېږي په لوګر کې په کروناويروس د اخته کسانو شمېر کم شوی و، خو نوې څپه يې د پل علم ښار زياتره اوسېدونکي اندېښمن کړي دي او وايي چې دولت بايد د دغې وژونکې ناروغۍ پرخلاف دمبارې په خاطر تياري ونيسي.
هغه د پل علم ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې په جدي ډول د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې روغتيايي ټکي په پام کې ونيسي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته