٤- پل غلم / دسلواغې ۸ / باختر
په لوګر کې پرون پر ۳۵۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول .
د لوګر د والي ویاند ، دیدار احمد لونګ وویل : د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په هرې کورنۍ اوړه،غوړي،مکروني اوڅو قلمه غیر خوراکي توکي ووېشل .
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وویل: دغه مرسته بسنه نه کوي او هغوی هڅې کوي چې په اړو او زیانمنو کورنیو زیاتې مرستې ووېشل شي.
دروان کال په بهيرکې په لوګر کې د سېلاوونو د راوتلوله امله مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي چې تر اوسه پورې په سلګونو زیانمنو کورنیو مرستې تر لاسه کړې دي.
پای شکریه
11 د یوې دقیقې څخه لږ