فرهنګ

په ملي نګارستان کې د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانستل شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي نن د انځورګرۍ  د آثارو هغه نندارتون چې  دنوروز  دسيمه جشن د هرکلي په خاطر جوړ شوى دى په ملي نګارستان کې  پرانست .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه نندارتون د نوروز د جشن په مناسبت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو له مخې  پرانستل شوچې دانځورګرۍ شپږ اتيا  آثار پکې نندارې ته  وړاندې شوي دي .
په دغو مراسمو کې حميدبارکزي دخپلو انځوريزو کارونو په   باب   مسوولينو او دنندارتون برخه والوته معلومات ورکړل او ويې  ويل په دغو آثاروکې زياتره دلرګيو پرمخ کيندنو څخه استفاده شوې ده او نوريې په آبي  او روغني رنګونو  کار شوي دي .
دغه راز دملي نګارستان مسوولې صابرې  رحماني   وويل ملي نګارستان په پام کې لري چې د هيواد دهنرمندانو يو شمير ارزښتناک  آثار چې د هيواد د دودونو ، فرهنګ او تاريخ او د لرغونو آبداتو دتصويرونو ښکارندوى وي  ،  وپيري او له هنرمندانو څخه يې وغوښتل چې خپل  آثار د  ټاکنې په مقصد ملي نګارستان ته راوړي .
دې  زياته کړه چې دغه نندارتون د نورو دوو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته