ټولنه

په میدان وردګو کې ښځینه مامورینو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت په میدان وردګو کې له ښځینه مامورینو سره نغدي مرسته وکړه.
یاده مرسته په داسې حال کې کېږي چې وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې ۸۰۰ دولتي کارکوونکو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.
ښځینه مامورینې وايي چې اسلامي امارت ورسره په ډېر ښه وخت کې مرسته وکړه، ځکه دوی د تېرې میاشتې امتیازات نه دي ترلاسه کړي او بانکونه هم بند دي چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ وې.
د سرې میاشتې ریاست یوه کارکوونکې وايي چې چمتو ده په شرعي حجاب کې د اسلامي امارت له اصولو سره سم د خلکو خدمت وکړي. هغې له طالبانو هیله وکړه چې مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
طالب مشران هم، د پخوا په څېر د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ځان ژمن ښيي او وایي چې ښځو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
یاده مرسته په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې طالب مشرانو له هغو ښځینه کارکوونکو چې د عامې روغتیا او پوهنې برخو کې کار کوي، غوښتنه کړې چې خپلو دندو ته راستنې شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته