امنیت

په ننګرهارکې د ډاراچوونکو پرضد عملیاتوکې طالبانوته د سرزیانونه آوښتي دي

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
په داسې حال کې چې د ډاراچوونکوپرضد عملیات د ننګرهارپه شیرزاد ولسوالۍ کې دغه راز دوام لري، پوځيانوطالبانوته د سر د زیانونود آوښتوپه اړه خبرورکړ.
دغه عملیات له پرون سهارڅخه د هوايي قواوو په ملاتړ د ملي امنیت د لسګونوځانګړو ځواکونوپه ګډون ترسره شول او دغه راز دوام لري.
په ننګرهارکې د ملي امنیت یوې سرچینې باخترآژانس ته وویل چې په تېرو ٢٤ساعتوکې د ډاراچوونکو پرضد عملیاتو کې طالبانو ته د سرزیانونه آوښتي دي خو دقیق شمېریې معلوم نه دی.
هغه وویل چې پوځيانودغه راز په دې بریالي شوي دي چې د شینواري ولسوالۍ څوکلي د طالبانوله شتون څخه پاک کړي.
طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته