امنیت

په ننګرهارکې سل داعشیان خپل جنګي وسایل په ځمکه کېښودل

کابل / د لیندی ۳ / باختر
په ننګرهارکې د داعشیانو١٠٠ تنه غړي خپل جنګي وسایل په ځمکه کېښودل او د سولې لاره يې غوره کړه.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، دغه داعشیان د ننګرهار د استخباراتو ریاست او د دغه ولایت د قومي او سیمه ییزو مشرانو په هلوځلوسره د سولې لاره غوره کړه .
د ننګرهارد استخباراتو رییس ډاکتربشیرباخترآژانس ته وویل چې دغه داعشیان د قومي مشرانوپه ملاتړ عفو شول او ژمنه يې وکړ چې نوربه په جګړې لاس پورې نه کړي.
دغه داعشیان مخکې له دې د ننګرهارپه ځینو برخوکې په ډاراچوونکوفعالیتونو بوخت وو.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته